
یکنانیوز د د پارسټوډي د فارسي څانګې له قوله راپورراکړی، د ایران پوځي او پولیسي ځواکونه چې د اعتراضونو په لومړیو ورځو کې د ایران د خلکو تر څنګ ولاړ وو څو د خلکو د سولهییزو اعتراضونو ساتنه وکړي، ورو ورو دې نتیجې ته ورسېدل چې وسلهوال عناصر د خلکو تر مینځ پټ شوي او اعتراضونه د تاوتریخوالي پر لور بیائي.
په پیل کې، وسلهوالو ځواکونو د خلکو په خاطر له دغو ډلو سره په نرمښت سره چلند وکړ، خو د وخت په تېرېدو سره څرګنده شوه چې دا کسان یوازې یو شمېر بلواګر نه دي، بلکې منظم شوي ترهګرې ډلې دي چې تنظیم او مشري ئې له هېواده بهر ترسره کېږي. له همدې امله د ایران د مخابیراتو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړه او ایراني وګړو ته ئې خبر ورکړ:
«د هېواد د رامنځته شوو شرایطو له امله، د اړونده امنیتي مراجعو د صلاحدید له مخې، نړیوال انټرنېټ پرې شوی دی.»
سره له دې چې ایراني وګړي د خپلو ورځنیو چارو د ترسره کولو لپاره ملي (داخلي) انټرنېټ ته لاسرسی لري، نړیوال انټرنېټ د دې لپاره غوڅ شوی چې ترهه ګر له خپلو بهرنیو ممنظموونکو سره اړیکه پرې کړي، څو د هېواد په کچه امنیت ټینګ شي.
د انټرنېټ تر غوڅیدو وروسته، د هېواد دننه د ترهګرو تر مینځ د همغږۍ نشتوالي او له بهرنیو صحنېګرځوونکو سره د هغوي د اړیکو پرې کېدو، د ترهګرو لهخوا د تخریب او بلوا کچه راکمه کړه. په دې توګه د بهرنیو عواملو او دننه نفوذي کسانو د پېژندنې او نیولو لپاره فرصت برابر شو.
د ایران د امنیت د ټینګښت دا پړاو د خلکو د مرستې اوملګرتیا په مټ ترسره شو، ځکه خلکو د خپلو راپورونو له لارې د وسلهوالو ترهګرو په پېژندنې کې د ایران پوځي ځواکونو او پولیس سره پراخه مرسته وکړه.
دا ولسي همغږي او یووالی هغه وخت رامنځته شو چې د ایران خلکو په خپلو سترګو د عامه او شخصي شتمنیو ویجاړېدل او د خپلو هېوادوالو وژل کېدل ولیدل؛ که هغه اعتراض کونکي وو او که امنیتي ځواکونه. دا مسئله هېڅ شک ته ځای نه پرېږدي چې یو ایرانی به هېڅکله هم د خپل هېواد د ړنګولو لپاره په خپل لاس اقدام ونه کړي. له همدې ځایه، اعتراض کونکو خلکو خپله لاره له وسلهوالو نفوذي عناصرو جلا کړه.
په دې توګه، سره له دې چې د انټرنېټ غوڅېدو ځینې ستونزې رامنځته کړې، خلک دا غوره بولي چې تر هغه وخته چې په هېواد کې بشپړ امنیت بېرته راګرځي، دغه ستونزې وزغمي.
خو د ایران په داخل کې د ترهګریزو اقداماتو تر شا پټ لاسونه، چې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله د خپلو پروګرامونو په دوام کې ناکام شوي وو، د دې امنیتي اقدام پر وړاندې له بېوسۍ او ناتوانۍ څخه ډک سخت غبرګونونه وښودل. تر دې حده چې د ډېرو عبري او لوېدیځي رسنیو د خبرونو سرلیکونه په ایران کې د انټرنېټ غوڅيدا ته ځانګړي شول.
https://parstoday.ir/fa/other_news-i33836